له ډېر
پخوا څخه دا اعتقاد دی چې بايد شپې وختي ويده او سهار وختي ويښ شو او د ځوانانو
لپاره د لويانو او پوهانو تاکيد دی چې بايد سهار وختي ويښ شئ. اوسنی طب هم په دې
خبره تاکيد لري. که همدا نن د سهار وختي پاڅېدو له ګټو څخه خبر شئ، نو ځینی ګټی یی په لاندی ډول دی .
۱) منظمه
کېږئ
سهار وختي له خوب څخه پاڅېدل غښتلی هوډ او اراده غواړي. سر له ننه هوډ وکړئ چې د شپې به وخته ويده کېږئ او سهار به وختي راپاڅېږئ. د دې کار په عملي کولو به مو منظم ژوند لاپسې منظم او په زړه پورې شي. ( تجربه يې کړئ ).

۲) خلاقه
او نوښت لرونکي کېږئ
ټول کسان د برياليتوب او پرمختګ په لټه کې دي، له برياليو کسانو څخه وپوښتئ چې د برياو دلايل يې څه دي؟ پرته له شکه چې، سهار وختي پاڅېدل به د دوی د بريا يو مهم دليل وي. که غواړئ په ژوند کې مو خلاقيت او نوښت رامنځ ته شي، نو وختي پاڅېدل مو عادت وکرځوئ.

۳) با
احساسه او انرژي لرونکي به ياست
که خوب مو پوره وي او سهار وخته پاڅېږئ، نو د ورځې پيل به مو انرژي لرونکی وي. کله مو چې سهار په خوښۍ او ډېرې انرژۍ سره پيل کړ، نو ټوله ورځ به مو همداسې خوښه او بريالۍ وي. سهار وختي وروسته د اودس، لمونځ او تلاوت څخه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۴) د
رضايت احساس به ولرئ
احساس وکړئ چې د سهار د چای وخت دی او تاسو ټول هغه کارونه ترسره کړي چې د سهار لخوا يې ترسره کول اړين او مهم دي. په رښتيا سره چې دا شېبه به تاسو لپاره خوندوره وي. د سهار لخو په کورني کارونو کې برخه اخېستل، ورزش کول، مطالعه کول، اوبه څښل او قدم وهل تاسو ته د رضايت احساس درکوي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

No comments:
Post a Comment