د ننګرهار وادی کرنیز شرکت خرما بڼ به سږ کال اعظمي حاصل ورکړي
د خرما بڼ د هډې فارم اړوند په دوهم بلاک کې د عربي اماراتو په همکارۍ په ۱۳۸۹ ه ش کال کې په ۴۰ جریبه ځمکه کې احداث شوی چې موخه یې د خرما د حاصل ورکونې د کچې معلومول وو چې د ننګرهار اقلیم د خرما د بڼوالۍ لپاره څومره مساعده ده او د خرما کوم ورایټي په ننګرهار کې ښه وده کولای شي تر څو همغه ډول یې تکثیر شي،چې په همدې موخه ۲۷۰۰ د خرما شپږ نوعې وکرل شوې چې پس له څو کلونو یې ښه حاصل ورکړ
د ننګرهار وادی کرنیز شرکت ریس پرویز علي وایی دا چې خرما په ننګرهار کې ښه نتیجه ورکړی او د کانال ډیرې ځمکې بڼوالۍ ته مساعده ده نو په راتلونکي کلونو کې مو په پلان کې ده چې د خرما ورته نور باغونه هم احداث کړو ترڅو په یاده برخه کې د وارداتو کچه ټیټه شي او وکولای شو د هیواد د خرما ضرورت پخپله پوره کړو، د خرما بڼ د اړوندو مسؤلینو په وینا د شرکت د رهبرۍ د ښه پاملرنې په اساس دا چې سږ کال نرمکاري، کودپاشي او ګردې ورکولو پروسه ښه ترسره شوی او په سلګونو د خرما بوټو ګلان نیولي نو تمه ده چې سږ کال د تیر کال په نسبت پنځه چنده حاصل زیات وي
دا چې د خرما ونو د کرلو لپاره د ننګرهار اب او هوا ډیره مناسبه ده که په دې برخه کې کار وشي او یادو باغونو ته پراختیا ورکړل شي نو افغانستان به د خرماوو د بهرنیو وارداتو څخه خلاص شي او په دې برخه کې به په ځان بسیا شي
ماخذ
د ننګرهار وادی کرنیز شرکت د مطبوعاتو دفتر

No comments:
Post a Comment