Thursday, March 24, 2022

دلاؤډ اسپيکر ظالمانه استعمال

 د لاؤډ اسپيکر ظالمانه استعمال


ظلم يواځي دا نده چې د يو چا څخه د هغه مال په زور باندې واخلي يا د جسماني تکليف او اذيت د رسولو لپاره ورباندي لاس اوچت وکړي. په عربي ژبه کې «ظلم» په لاندې ډول سره تعريف شوي:


” د هر څيز بې ځايه استعمال ته ظلم وايې. “


لکه څرنګه چې د يو څيز بې ځايه استعمال خامخا يو چا ته د تکليف او اذيت د رسيدو باعث ګرځي، په همدي اساس د اشياؤ هر بې ځايه استعمال د ظلم په تعريف کې داخليږي. اوس که د يوه شي د غلط استعمال څخه يو چاته تکليف رسيدلي وي، نو دا په شرعي لحاظ ګُناهِ کبيره هم ده. مګر زمونږ په ټولنه کې دې ته ورته ډيرو کبيره ګناهونو داسي رواج موندلی دي چې د هغو په اړه اوس په خلکو کې آن د دې احساس هم نه موندل کېږي چې ګواکې نوموړي فعاليتونه به ګناه وي او که نه!.


د «ايذا رسانی» د نوموړو بې شميره صورتونو او شکلونو څخه يو ډير زيات تکليف رسونکي صورت د «لاؤډ اسپيکر ظالمانه استعمال» ده. دا اوس يو څو ورځې مخکي په يوه انګريزي ورځپاڼه کې يو شخص شکايت کړيوه چې په ځينو صالونونو کې د شپي تر ۳ بجو پوري په لاؤډ اسپيکرو کې د ساز او سرود سلسله جاري وي او د نوموړو صالونونو شاوخوا پراته خلک ورڅخه په ارامه خوب نشي کولاي. څه فکر کوي چې دغه کار يواځې تر صالونونو پوري موقوف ده؟. بلکل نه! بلکي په هر ځای کې د لاؤډ اسپيکر د استعمال په وخت کې همدغه کار ترسترګو کيږي چې کله يو شخص لاؤډ اسپيکر استعمالوي، نو د دي خبري هيڅ پروا نه کوي چې د لاؤډ اسپکر اواز بايد د ضرورت تر اندازي او حده محدود وساتي او په هغو کمزورو او ناروغو خلکو باندي بايد رحم وکړي چې د ده اواز اوريدل نه غواړي.


ساز او سرود معامله خو بيله ده. ځکه چې په لوړ اواز باندي د هغي اورول او اوريدل خو دوه چنده ګناه ده. مګر د دي برعکس، که کوم پروګرام خالص ديني او مذهبي بڼه او جنبه هم ولري، بيا هم په نوموړي پروګرام کې د لاؤډ اسپيکر له لياري په زور سره د خلکو شريکول په شرعي لحاظ ناجائز دي. مګر افسوس چې په ټولنه کې د سياسي او مذهبي يا ديني پروګرامونو منعقد کونکي هم د شريعت نوموړي مهم حکم ته هيڅ پاملرنه نه کوي. ځکه چې په سياسي او مذهبي جلسو او پروګرامونو کې د لاؤډ اسپيکر اواز هم تر ډيره ليري ځاي پوري اوريدل کيږي چې په نوموړي حالت کې په شاوخوا پرتو سيمو کې خلک نه په ارامه په خپل کور کې خوب کولاي شي او نه هم په يواځيتوب او ارامه سره خپل کوم کار کولاي شي. که څه هم د لاؤډ اسپيکر په وسيله تر ليري ځاي پوري د اذان د اواز رسول په حقه دي، ليکن کوم وعظونه، تقريرونه، ذکرونه، او تلاوت چې په جوماتونو کې په لاؤډ اسپيکر باندي کېږي، تر ليري ځاي پوري د هغو د اواز رسول هيڅ جواز نلري. اکثره وخت ليدل کېږي چې په جوماتونو کې د وعظ او درس د اوريدو لپاره ډير لږ خلک ناست وي، چې هغوي ته د واعظ او مدرس د اواز رسولو لپاره هيڅ لاوډ اسپيکر ته ضرورت نه وي يا که وي هم، بيا هم د جومات داخلي کوچني لاؤډ اسپيکر د هغي لپاره بسنه کوي؛ مګر بيا هم د جومات بهرني لاؤډ اسپیکر به يې په داسي لوړ اواز سره چالان کړي وي چې د جومات شاوخوا پرتو کورونو کې به داسي کور نه وي چې د نوموړي لوړ اواز څخه متأثره او اغيزمن نشي.


زما په ياد دي چې يو ځل زه لاهور ته ولاړم. په لاهور کې چې په کوم کور کې زما قيام وه، نوموړي کور څخه په يو څه فاصله کې دري اړخونو ته دري جوماتونه ول. د جمعي ورځ وه، د سهار د لمانځه څخه وروسته له دري واړو جوماتونو څخه لاؤډ اسپکرو په ډير قوت سره خپلي خولي راخلاصي کړي. لمړي پکي درس شروع شو، بيا ماشومانو تلاوت شروع کړ، له هغي څخه وروسته د نظمونو او نعتونو سلسله شروع شوه. په لنډ ډول، د نوموړي «مذهبي پروګرام» سلسله بې له کومه توقفه په داسي توګه د جمعي تر لمانځه پوري روانه وه چې په شاوخوا کورونو کې آن يو د بل اواز هم نه اوريدل کيده. دا د اللهﷻ لوي فضل وه چې په هغه وخت کې په نوموړي کور کې کوم ناروغ نه وه. که اللهﷻ مکړه کوم شخص ناروغ واي، نو په داسي ماحول کې د يوه ناروغ لپاره په ارامه ويده کيدل خو زما په نظر ناممکن وه.


د ځينو جوماتو په اړه خو آن داسي راځي چې هلته يې ټيپونه لاؤډ اسپيکرو ته ايښي وي مګر په جومات کې د نوموړي تقريرونو د اوريدو لپاره هيڅوک هم نه وي. ليکن د دې باوجود بيا هم نوموړي ټيپ په زور سره د کلي په خلکو باندي اورول کيږي.


ټول علماؤ ولو که د هر فکري مکتب څخه يې تعلق وي، هيڅکله هم دا کار نشي ترسره کولاي. عموماً، دغه کار په هغو جوماتونو کې تر سره کېږي چې د هغوي انتظام د داسي خلکو په لاس کې وي چې د ديني علم څخه ناواقفه وي. زيات وخت نوموړي حضرات دغه کار په ښه نيت سره ترسره کوي. دوي دغه کار د دين د تبليغ يو ذريعه او د دين خدمت ګڼي. مګر زمونږ په ټولنه کې يو غلط اصل ډير زيات شهرت موندلي دي چې: د نيت په ښه والي سره يو غلط او ناسم کار هم روا او صحيح کېږي. حال دا چې د يوه کار د رواوالي او صحت لپاره يواځي د نيت ښه والي بسنه نه کوي. د نيت د ښه والي تر څنګ بايد د هغه کار طريقه کار هم سم او صحيح وي. د يادوني وړ ده چې د لاؤډ اسپيکر داسي ظالمانه استعمال نه يواځي د دعوت او تبليغ د اساسي اوصولو خلاف ده، بلکي د ډيرو زياتو منفي پايلو د رامينځ ته کيدو باعث ګرځي.


هغه حضرات چې په دې اړه د سوي تفاهم ښکار شويدي، د هغوي په خدمت کې د ډيري دردمندي او زړه سواندي سره يو څو نقطي وړاندي کوم:


1. مشهور محدّث حضرت عمر بن شبّه رح د مديني منوري په تاريخ باندي په څلور ټوکو کې يو مفصل کتاب ليکلي دي. اکثره ستر ستر علماؤ او محدّثين د نوموړي کتاب حواله ورکوي. په نوموړي کتاب کې حضرت عمر بن شبّه رح په خپل سند سره يوه قيصه روايت کړيده چې يو واعظ د حضرت عايشه رض کور ته بلکل مخامخ په لوړ اواز سره وعظ کوو. په نوموړي زمانه کې خو لاؤډ اسپيکر نه وه، مګر بيا هم د نوموړي واعظ اواز ډير لوړ وه. د نوموړي واعظ د لوړ اواز له امله د حضرت بې بې عايشې رض په يواځيتوب او سکون کې به فرق راته. نوموړي زمانه د حضرت عمر فاروق رض د خلافت زمانه وه. حضرت عايشې رض حضرت عمر رض ته د نوموړي واعظ څخه شکايت وکړ چې نوموړي واعظ زما د کور مخ ته په لوړ اواز سره وعظ کوي چې د هغې څخه ما ته اذيت او تکليف رسيږي. د دي تر څنګ، د نوموړي د وعظ په وخت کې زه د بل چا اواز هم نه اورم. حضرت عمر رض نوموړي واعظ د يوه پيغام له لاري په نوموړي ځاي کې د وعظ کولو څخه منع کړ. مګر د يو څه وخت تيريدو وروسته نوموړي واعظ يو ځل بيا په نوموړي ځاي کې د وعظ کولو سلسله شروع کړه. کله چې حضرت عمر رض ته د دي معلومات وشو، نو په خپله ورغي او نوموړي واعظ يې ونيوه او په هغه باندي يې تعزيري سزا جاري کړه.


(اخبار المدينه لعمر بن شبّه: ج:۱ ، ص: ۱۵)


2. د يادولو وړ ده چې د نوموړي کار څخه د حضرت عايشي رض موخه يواځي د خپل تکليف ازاله او لري کول نه وه. بلکي په اصل کې د عايشي رض موخه د اسلامي ټولني د هغه اصل روښانه کول او عملي کول وه چې د هغي په اساس، د يوه شخص څخه بايد بل شخص ته اذيت او تکليف ونه رسيږي. د دي تر څنګ، واعظينو ته يې دا هم ښودل غوښتل چې د دين د تبليغ پروقاره او پر عظمته طريقه کومه ده؟ همدارنګه امام احمد رح په خپل مسند کې يو روايت نقل کړيده چې يوه ورځ امّ المؤمنين حضرت عايشي رض د مديني منوري يو واعظ او خطيب ته د وعظ اداب په تفصيل سره بيان کړ. په نوموړو ادابو کې يې ورته دا هم وفرمايل:


خپل اواز تر هغو خلکو پوري محدود کړه چې ستا په مجلس کې ناست دي. نوموړو ناستو خلکو ته هم تر هغه وخته د دين خبري واوروه چې تر څو ستا مخ ته ګوري. کله يې چې مخونه له تا څخه واړول، نو ته هم وعظ بس کړه... او داسي خو بايد هيڅ کله هم ونشي چې خلک خپل مينځ کې سره خبري کوي او ته د هغوي خبري پري او خپلي خبري پيل کړي. د هغوي د خبرو د پري کولو پر ځاي په داسي وخت کې ته خاموشي اختيارکړه. که وروسته يې له تا څخه غوښتنه وکړه، بيا ورته د دين خبري واوروه.


(مجمع الزوائد، ج: ۱، ص: ۱۹۱)


3. حضرت عطاء بن ابی رباح رح د جليل القدرو تابعينو څخه ده او د تفسير او احاديثو په علومو کې د هغه شان هم مُسلّم ده. د هغه مقوله ده چې:


عالم ته پکار ده چې د هغه اواز بايد د هغه له مجلس څخه وړاندي لاړ نشي.


(اداب الاملاء و الاستملاء للسمعانی، ص: ۵)


4. نوموړي ټول اداب په اصل کې نبي کريمﷺ په خپل قول او عمل سره خپل امت ته ښودلي دي.مشهوره واقعه ده چې يوه وار نبي کريمﷺ د حضرت عمر رض له کور څخه تير شو، په دي وخت کې عمر رض د تهجدو په لمانځه باندي ولاړ وه او په لوړ اواز سره يې تلاوت کاوه. نبي کريمﷺ ورڅخه وپوښتل چې ولي په لوړ اواز باندي تلاوت کوي؟ حضرت عمر رض ورته په جواب کې وفرمايل چې:


 زه ويده راويښوم او شيطان زغلوم.


نبي کريمﷺ ورته وفرمايل چې:


خپل اواز لږ پست او ټيټ کړه.


(مشکوة، ج: ۱، ص: ۱۰۷)


پر دي سربيره، له حضرت عايشي رض څخه روايت دي چې فرمايې: کله چې نبي کريمﷺ به د تهجدو لپاره پاسيده، نو د خپلي بستري څخه به په اهسته توګه پاسيده (تر څو د ويدو خلکو خوب خراب نشي).


5. د نوموړو روايتونو او آثارو په رڼا کې د امت ټول فقهاء رح په دې باندي متفق دي چې د تهجدو په لمانځه کې په دومره لوړ اواز سره تلاوت کول چې د هغه له وجهي د چا خوب خراب شي، هيڅ کله هم جائز ندي. فقهاء کرام رح ليکي چې که يو شخص د خپل کور د بام د پاسه په لوړ اواز سره تلاوت وکړي، حال دا چې نور خلک ويده وي؛ نو تلاوت کونکي ګنهګار دي.


(خلاصة الفتاوی، ج: ۱، ص: ۱۰۳؛ شامی، ج: ۱، ص: ۴۰۳ او ۴۴۴)


يو وار يو شخص نوموړي مسئله د استفتاء په شکل سره ترتيب کړيوه او ليکلي يې وه چې په ځينو جوماتونو کې د تراويجو قرأت په لاؤډ اسپيکر کې په دومره لوړ اواز سره کېږي چې د جومات شاوخوا کورنو کې آن ښځو ته لمونځ کول هم مشکل کېږي. همدارنګه، هغه ناروغان او کمزوره خلک چې علاجاً بايد ژر ويده شي، هغوي هم ارامه نشي ويده کيداي. پر دي سربيره، د جومات څخه باهر خلک هم د قران کريم د تلاوت اداب نشي مراعت کولاي. ځيني وخت خو داسي هم کېږي چې د تلاوت په جريان کې د سجدي آياتونه راشي چې په دي سره په اوريدونکو باندي د تلاوت سجده واجب کېږي. اوس هغه خلک چې د جومات څخه باهر دي، هغوي ته خو يا د دي معلومات نه کېږي (يعنی چې پر دوي باندي د تلاوت سجده واجب شويده)، او يا هم په اوداسه باندي نه وي. له همدي امله، دوي فوراً د تلاوت سجده نشي کولي او وروسته ورڅخه هېر شي. نو آيا په داسې حالاتو کې د تراويحو په جريان کې د جومات د بهرني لاؤډ اسپيکر چالانول جائز دي؟


نوموړې پوښتنه مختلفو علماؤ کرامو ته واستول شوه، او ټولو په اتفاق سره دا جواب ورکړ چې په داسي حالاتو کې په تراويحو کې د ضرورت پرته د جومات د بهرني لاؤډ اسپيکر په زوره چالانول په شرعي لحاظ جائز ندي. نوموړي فتوی د البلاغ مياشتنی مجلي د ۱۴۰۷ه‍ کال په لمړني ګڼه (محرم مياشتي) کې نشر او خپره شوي. په حقيقت کې نوموړي مسئله کومه اختلافي مسئله نه ده، بلکي د ټولو فکري مکتبونو علماء په دې باندي متفق دي.


اوس د روژي مبارکه مياشت راتلونکي ده. نوموړي مياشت له مونږ څخه په کلکه د شرعي احکامو د پابندي غوښتنه کوي. نوموړي مياشت د عبادتونو مياشت ده. په ياده مياشت کې چې څومره زيات لمونځونه، تلاوت، او ذکرونه وکړل شي، دا د فضيلت لامل ګرځي. مګر مونږ ته پکار ده چې نوموړي عبادتونه بايد په داسي ډول سره سرته ورسوو چې په هغي سره نورو ته تکليف او اذيت ونه رسيږي او د ځينو ناروا طريقو له وجهي د نوموړي عبادتونو ثواب بايد ضايع نشي. لاؤډ اسپيکر بايد د ضرورت په وخت کې او اندازي سره استعمال شي. د دي برخلاف له ضرورت څخه پرته او يا هم د ضرورت له کچي څخه زيات د لاؤډ اسپيکر د استعمال څخه بايد ډډه وشي.


له پورتنيو ګذارشونو څخه يو شخص د دې اندازه لګولی شي چې اسلامي شريعت، له تکليف څخه د نورو خلکو د ژغورلو څومره کلک اهتمام کړيده؟ د قران کريم د تلاوت او د وعظ او نصيحت په شان د دومره مقدسو کارنو په اړه چې د شريعت مطهره دا حکم وي!!! چې د دوي اواز بايد د ضرورت د ځاي څخه وړاندي لاړ نشي




؛ نو د ساز سرود او نورو لغوياتو په اړه تاسو خپله اندازه ولګوي چې په لاؤډ اسپيکر باندي د نوموړو کارونو ترسره کولو به څومره دوه چنده وبال ولري؟

 



شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني دامت برکاتهم العاليه



ژباړن: رحمت الله منصور


۲۴- شعبان- ۱۴۱۴ه‍، ۶- فروري- ۱۹۹۴‌ء


د ژباړې تاريخ: ۱/ ۱/ ۱۴۰۱






No comments:

Post a Comment