د بټ کوين په هکله د دارالعلوم ديوبند فتوا
سوال
زه د بټ کوين تجارت کوم، آيا دا جأيز ده؟ ما په بټ کوين کې خپلي پيسي لګولوي دي، آيا شريعت ما ته د دي اجازت راکوي او که نه؟
جواب شميره: ۱۵۵۰۶۸
بسم الله الرحمن الرحيم
د فتوا شميره: ۱۴۲۰-۱۳۹۹/N=۱/۱۴۳۹
جواب: بټ کوين او ټولي ډيجيټل کرنسياني په حقيقت کې فرضي او خيالي کرنسياني دي. په نوموړو کرنسيو کې د حقيقي کرنسيو بنيادي صفتونه او خصوصيات نه موندل کېږي. او نن سبا چي په انټرنيټ باندي د بټ کوين او يا هم نورو ډيجيټل کرنسيو د پيرودلو او پلورلو په نامه کوم تجارت جريان لري؛ دا په حقيقت کې ټوله دوکه، چل، او فريب دي. په نوموړي تجارت کې خو نه مبيعه (د خرڅلاو مال) وجود لري او نه هم په دي کې د بيع ټول شرايط وجود لري. په حقيقت کې دا هم د فاريکس ټريډنګ Forex Trading په شان يواځي په سود او قمار باندي بنا ده. په همدي اساس ټول هغه انټرنيټي سوداګری چي په هغه کې نوموړي ډيجيټل کرنسياني (د بټ کوين په شمول) اخيستل او پلورل کيږي؛ ناجايز او حرام دي. نو ځکه تاسو باید په بټ کوين کې او يا هم نورو ډيجيټل کرنسيو کې پانګونه ونکړي. د اضعافي تفصيل لپاره تيرو دوو فتاواو (۲۳۸/ن، ۸۸۱/ن، ۱۴۳۸ـ ئ۴/ن، ئ۸۹/ن، ۱۴۳۸) ته هم مراجعه وکړي هغه هم په دي اړه دي.
قال الله تعالی: وأحل الله البيع و حرم الربا (البقره: ۲۷۵)
يايهاالذين امنو انما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطن فاجتنبوه لعلکم تفلحون (المائده: ۹۰)
وقال رسول الله صل الله عليه وسلم: ان الله حرم علی أمتی الخمر والميسر (المسند للامام احمد، ۳۵۱: ۲، رقم الحديث: ۵۱۱ئ)
ولاتأکلو أموالکم بينکم بالباطل
أی بالحرام یعنی بالربا، والقمار، والغضب و السرقة (معالم تنزيل، ۵۰: ۲)
لأن قمار من القمر الذی يزداد تارة و ينقص أخری، و سم القمار قمارا، لأن کل واحد من القمامرين ممن يجوز أن يذهب ماله الا صاحبه، ويجوز أن يستفيد مال صاحبه، وهو حرام بالنص. (ردالمختار، کتاب الحضر والاباحة، باب استبراء، فصل فی البيع، ۵۷۷: ۹، ط: مکتبة زکريا ديوبند)
وقال الله تعالی: و لاتعاونو علی الاثم و العدوان (المائده، رسم الاية ۲)
و الله تعالی اعلم
دارالافتاء دارالعلوم ديوبند
د ۲۰۱۷م کال د می په مياشت کې د دارالعلوم ديوبند څخه د بټ کوين اړوند يو بل سوال هم وشو، د نوموړي سوال تفصيلي په لاندي ډول سره دي.
بسم الله الرحمن الرحيم
۸/۱۴۳۸/N=۲۳۸-۸۸۱ فتوا
(۱،۲) نن سبا په دنيا کې مختلفي کرنسياني رايجي دي. نوموړي کرنسياني کوم شي Commodity نه دي بلکي يواځي د کاغذ يوه ټکړه ده. کوم ماليت او مروجه ثمنيت چي په نوموړو کرنسيو کې موندل کيږي هغه له دوو وجهو څخه دي. لمړي وجهه د ملک اقتصادي حالت دي. يعني که د هيواد اقتصادي حالت هم د کرنسي د ارزښت د تعين کوونکو عواملو له جملي څخه دي. کله چي د يوه هيواد اقتصادي حالت ښه وي، د نوموړي هيواد کرنسي هم باارزښته وي او برعکس، کله چي يې اقتصادی حالت خراب او د رکود په حالت کې وي په دي صورت کې د کرنسي ارزښت هم ښکته کېږي. دوهم علت دا دي چي د هر هيواد کرنسي د نوموړي هيواد د حکومت تضمين د ځان سره لري. په همدي اساس کله چي يوه هيواد خپله کرنسي بندوي، په دي صورت کې دوي يواځي هغه کاغذي نوټونه بندوي او له هغه نه وروسته نوموړي کاغذي نوټونه هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه چي اوس د ځان سره د دولت تضمين نه لري. اوس سوال دا مطرح کيږي چي، ډيجيټل کرنسي تر شا هغه څه دي چي د هغه په اساس د هغي ارزښت ټاکل کېږي او يا هم د هغه د ترقي او انحطاط له وجهي د نوموړي کرنسي ارزښت متاثره کېږي؟ ايا نوموړي کرنسي د کومي مالي اداري، بانک، او يا هم د کوم دولت تضمين د ځان سره لري او که نه؟ د نوموړي کرنسي تر شا چي کوم شي وجود لري، آيا په هغه باندی د کرنسي ضامن په حقيقي ډول سره کنټرول لري او که يواځي فرضي شکل لری؟
د ډيجيټل کرنسي اړوند چي مونږ څومره ليکني ولوستلي، له هغي څخه مونږ ته دا جوته شوه چي نوموړي کرنسي يواځي يوه فرضي او خيالي کرنسي ده. د دي نوم يواځي د فيل د غاښ په شان صرف او صرف خلکو ته د ښکارولو ده او بس. په حقيقت کې نوموړي کرنسياني د فاريکس ټريډنګ په شان يواځي او يواځي په احتکار، سود او قمار بنا دي.
په حقيقت کې د نوموړي کرنسيو په کاروبار کې هيڅ مبيعه وجود نلري او نه هم په دي کې د بيعي د جواز شرطونه موندل کېږي.
نو خلاصه دا شوه چي ډيجيټل کرنسياني يواځي فرضي کرنسياني دي په دي کې د حقيقي کرنسيو صفات نه تر سترګو کېږي. د نوموړو کرنسيو په کاروبار کې د قمار، احتکار، او د سودي کاروبار اړخونه څرګنديږي. په همدي اساس د نوموړو کرنسيو کاروبار کول ناجأيز دي. نو په لحاظه د بټ کوين او نورو ټولو ډيجيټل کرنسيو تجارت د فاريکس ټريډنګ په شان ناجأيز دي نو بايد په نوموړو کرنسيو کې د پانګي اچوني څخه ډډه وشي.
والله تعالی أعلم
دارالافتأ دارالعلوم ديوبند
ژباړه: رحمت الله منصور

No comments:
Post a Comment