مطالعه ځینی عجیبه ګټی لری چی دلته یی یو څو تاسو ته په ګوته کوو.
۱- د مهارتونو زیاتیدل: که چیري موږ مطالعه ولرو نو مهارتونه به مو قوي
سوي وي . ځکه مخکي تر مطالعي چي کله موږ د ناخوالي او ستونزي سره مخ کیدو نو به مو
د هفتي هل او جواب یواځي په خپل ذهن او فکر باندي کوي. خو له مطالعي وروسته
زموږ پر فکر او مهارتونو د کتاب د لیکوال فکر هم ور اضافه سو. مغلقتیا راته
آسانه او پر ستونزو بری راته نژدي سو.
۲- د الفاظو ډیریدل: له مطالعي څخه موږ مختلفي اصطلاحګاني او الفاظ
اخلو. د لیکوال د خبرو طرز د جمله بندۍ او د لغاتونو کارونه ګورو. نو کله چي موږ
خبري کوو مسلکي او پوه ښکارو او کولای سو چي په ډیره ساده توګه سره په مترادفه او
غیر مترادفه الفاظو سره خلګ وپوهوو او خپل د زړه خبره د ژبي پواسطه تر دوي ور
ورسوو. او ددوي درک او فهم زموږ په هکله سم او سالم کړو.
۳- نوښتګر او ابتکار راوړونکي به سي: په یوه یا څوبرخوکښي بیل، بیل موضوعات مطالعه کړي
نو به په دي و توانیږي چي په ژوند کښي نوی ابتکار رامنځته کړی. د هرعالم او لیکوال
یو کتاب چي تاسي یی نن ویني دا دزیاتو مطالعاتو او تجربو څخه د څرک اخیستلو یو
ابتکار او نوښت دی. نو ډیره مطالعه وکړي تر څو هر ډګر او هرمیدان مو په نوښت زرغون
کړی وي.
۴ - له تیروتنو مو لیري ساتي: که چیري تاسي په خپل مهالویش کښي مطالعه زیاته کړۍ. نو وبه کولای شي
چي خپلو خطاګانو او تیروتنو ته د پاي ټکي کښیږدي. فرض کړي داسي کوم کار درته
وسپارل سو چي تاسي ورسره د نه مخامخ کیدو له امله تجربه نلري نو په بیړه ځان د
کتابونو تر صفحو ور ورسوي تر څو درسره امداد او کومک وکړي. یا کچیري نسي کولای چي
خپل وخت منظم کړي او یا هم اداري کنټرول لاس کي واخلی نو په ډیره بسیطه او اسانه
سره د کتابونو د مطالعي په مټ وخت منظم او اداره کنټرولولی سي.
( له مختلفو ویب پاڼو
څځه راټول شوی معلومات )


مننه له معلوماتو څخه مو
ReplyDelete