Thursday, May 23, 2019

فسادونه او روژه

که رښتیا هم شیطانان په روژه کي بند وي، ولي په روژه کي مسلمانان فسادونه کوي؟

د ملحدینو د سوال ځواب – عبدالغفار جبیر
په دې کي هیڅ شک نشته، چي په روژه کي ددوږخو دروازې بندي سي او شیطانان وتړل سي، لکه چي په دې مبارک حدیث کي راغلي دي
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي کله د روژې میاشت داخله شي نو د اسمان دروازې (او په یوه روایت کي د جنت دروازې او په بل روایت کی د رحمت دروازې) پرانستل شي او د جهنم دروازې بندي کړل شي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي.
(مسلم شریف، بخاري شریف، مشکوة شریف)
له هر انسان سره علاوه د شیطان څخه نفس هم ورسره دی

د نفس ډولونه
1
نفس اماره (سرکښه نفس): دغه نفس انسان تل د خواهشاتو، فحاشاتو او بد مرغیو ته رهبري کوي
2
 نفس لوامه (پښېمانه کیدونکی نفس): دغه بیا داسی خاصیت لري، کله چي یو انسان ګناه وکړي، ډېر ژر یې پښیمانه کوي، او د توبې و لورته یې رهبري کوي
3
 نفس مطمئنه : دا هغه نفس دی چي له دې څخه د ګناه ، نافرمانۍ او بې لاری هیڅ تصور نسي کیدلای، لکه دانبیاء نفسونه
4
نفس ملهمه: دا هه نفس دی چي الهام ورته کیږي، کله ځینو انسانانو ته په ځینو کارونو کي الهام وسي، چي له دغو کسانو سره نفس ملهمه ورسره دی
5
نفس راضیه: دا هغه نفس دی چي، انسان بدن تل ورڅخه راضی وي، تل یې په ښو رهبري کوي او له بدو څخه یې ساتي
6
نفس مرضیه: دا هغه نفس دی چي الله جل جلاله ورڅخه راضي دی
7
 نفس صافیه: دا هغه نفس دی چي ټول صفاء دی، د ګناهونو او بدمرغیو ټکي ورباندي نسته
کله  پر انسان باندي نفس اماره کنترول ولري، هغه کنترول کړي، نو ځکه د مبارکې روژې په میاشت کي کله کله هم مسلمانان فسادونه کوي.
تاسي وګورئ کله چي دغه انسان سره ۱۱ میاشتې د نفس او شیطان په لومو کي وي، او هغه شیطان ۱۱ میاشتې د انسان په بدن کي نه ستړي کیدونکی فعالیت کوي ، ضرور یې اثار په انسان کي پاتې کیږي، ددې مثال داسي دی لکه تندور چي  ټوله ورځ اور پکښې بل وي، خو کله چي یې اور هم مړ سي بیا هم تندور تر یو وخته پوري ګرم وي، داچي د شیطان اثار په انسان کي پاتي وي نو ځکه په دې مبارکه میاشت کي هم جرمونه او فسادونه صورت نیسي

ځیګر(یېنه) او روژه


او روژه   (Liver)ځیګر

لکه مخکي چي وویل شول چي روژه په عمومي ډول سره پرټول بدن باندي ژورې اغیزې غورځوي، دهمدې اغیزوپه ترڅ کي پریېنې(ځیګر)  اودیېنې په دنده باندي هم اغیزې کوي؛ که چيري دیوه ګرام لسمه برخه غذامعدې ته ورشي، نوټول بدن په کارپیل کوي؛ چي په دې نظام کي یېنه هم شامله ده. داچي په روژه کي ترڅوساعتونوپوري ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځي نوټول نظام خاموشه او آرام وي، چي ینه هم ارامه وي۔
اوس ساینسپوهانوثابته کړېده چي دبدن ټول نظام ته په کال کي پکارده چي یوه میاشت استراحت ورکول شي، اودااستراحت ورته ډېر اړین دی؛ کله چي یېنه دلسوساعتونواویاترډېروخت پورې په ارامه وي، نوددې استراحت څخه وروسته بیایېنه پوره کارته چمتوشي اوپه آینده کي خپل ټول کاراوفعالیت په ښه ډول سره سرته رسوي.
دیېنې له استراحت سره، سره دااغیزې صفراء(Bile) ته هم رسیږي، چي په روژه کي صفراء دانسان په بدن کي ډېره 
کمیږي اوانسان له ډېروستونزو اوکړاوونوڅخه ژغوري

:د روژې په هکله ډاکټرهلوک نور وايي
داسې ورځې به هم راشي، چي په ټوله نړۍ کي به ټول انسانان، دخپلې روغتیا لپاره روژه و نیسي


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

سهار وختی له خوبه پاڅيدلو ګټی



له ډېر پخوا څخه دا اعتقاد دی چې بايد شپې وختي ويده او سهار وختي ويښ شو او د ځوانانو لپاره د لويانو او پوهانو تاکيد دی چې بايد سهار وختي ويښ شئ. اوسنی طب هم په دې خبره تاکيد لري. که همدا نن د سهار وختي پاڅېدو له ګټو څخه خبر شئ، نو ځینی ګټی یی په لاندی ډول دی . 
۱) منظمه کېږئ
سهار وختي له خوب څخه پاڅېدل غښتلی هوډ او اراده غواړي. سر له ننه هوډ وکړئ چې د شپې به وخته ويده کېږئ او سهار به وختي راپاڅېږئ. د دې کار په عملي کولو به مو منظم ژوند لاپسې منظم او په زړه پورې شي. ( تجربه يې کړئ ).
۲) خلاقه او نوښت لرونکي کېږئ
ټول کسان د برياليتوب او پرمختګ په لټه کې دي، له برياليو کسانو څخه وپوښتئ چې د برياو دلايل يې څه دي؟ پرته له شکه چې، سهار وختي پاڅېدل به د دوی د بريا يو مهم دليل وي. که غواړئ په ژوند کې مو خلاقيت او نوښت رامنځ ته شي، نو وختي پاڅېدل مو عادت وکرځوئ.
۳) با احساسه او انرژي لرونکي به ياست
که خوب مو پوره وي او سهار وخته پاڅېږئ، نو د ورځې پيل به مو انرژي لرونکی وي. کله مو چې سهار په خوښۍ او ډېرې انرژۍ سره پيل کړ، نو ټوله ورځ به مو همداسې خوښه او بريالۍ وي. سهار وختي وروسته د اودس، لمونځ او تلاوت څخه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۴) د رضايت احساس به ولرئ
احساس وکړئ چې د سهار د چای وخت دی او تاسو ټول هغه کارونه ترسره کړي چې د سهار لخوا يې ترسره کول اړين او مهم دي. په رښتيا سره چې دا شېبه به تاسو لپاره خوندوره وي. د سهار لخو په کورني کارونو کې برخه اخېستل، ورزش کول، مطالعه کول، اوبه څښل او قدم وهل تاسو ته د رضايت احساس درکوي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د مطالعی ځینی عجیبه ګټی دلته ولولی


مطالعه ځینی عجیبه ګټی لری چی دلته یی یو  څو تاسو ته په ګوته کوو. 


۱- د مهارتونو زیاتیدل: که چیري موږ مطالعه ولرو نو مهارتونه به مو قوي سوي وي . ځکه مخکي تر مطالعي چي کله موږ د ناخوالي او ستونزي سره مخ کیدو نو به مو د هفتي هل او جواب یواځي په خپل ذهن او فکر باندي کوي. خو له مطالعي وروسته  زموږ پر فکر او مهارتونو د کتاب د لیکوال فکر هم ور اضافه سو. مغلقتیا راته آسانه او پر ستونزو بری راته نژدي سو.

 ۲- د الفاظو ‌ډیریدل: له مطالعي څخه موږ مختلفي اصطلاحګاني او الفاظ اخلو. د لیکوال د خبرو طرز د جمله بندۍ او د لغاتونو کارونه ګورو. نو کله چي موږ خبري کوو مسلکي او پوه ښکارو او کولای سو چي په ډیره ساده توګه سره په مترادفه او غیر مترادفه الفاظو سره خلګ وپوهوو او خپل د زړه خبره د ژبي پواسطه تر دوي ور ورسوو. او ددوي درک او فهم زموږ په هکله سم او سالم کړو.

۳- نوښتګر او ابتکار راوړونکي به سي: په یوه یا څوبرخوکښي بیل، بیل موضوعات مطالعه کړي نو به په دي و توانیږي چي په ژوند کښي نوی ابتکار رامنځته کړی. د هرعالم او لیکوال یو کتاب چي تاسي یی نن ویني دا دزیاتو مطالعاتو او تجربو څخه د څرک اخیستلو یو ابتکار او نوښت دی. نو ډیره مطالعه وکړي تر څو هر ډګر او هرمیدان مو په نوښت زرغون کړی وي

۴ - له تیروتنو مو لیري ساتي:  که چیري تاسي په خپل مهالویش کښي مطالعه زیاته کړۍ. نو وبه کولای شي چي خپلو خطاګانو او تیروتنو ته د پاي ټکي کښیږدي. فرض کړي داسي کوم کار درته وسپارل سو چي تاسي ورسره د نه مخامخ کیدو له امله تجربه نلري نو په بیړه ځان د کتابونو تر صفحو ور ورسوي تر څو درسره امداد او کومک وکړي. یا کچیري نسي کولای چي خپل وخت منظم کړي او یا هم اداري کنټرول لاس کي واخلی نو په ډیره بسیطه او اسانه سره د کتابونو د مطالعي په مټ وخت منظم او اداره کنټرولولی سي.




( له مختلفو ویب پاڼو څځه راټول شوی معلومات ) 

Monday, May 20, 2019

د مبایل ډیر او بی ضرورته کارونی زیانونه دلته ولولی

د موبایل ډیر او بې ضرورته کارول او زیانونه یې

که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د موبائیل استعمال زیات شوی، خو د ډاکترانو په باور راولاړې شوې صحي ستونزې ترې هم په خپل ځای د اندیښنې وړ دي.

دلته موږ پر صحي ستونزو یې نه غږیږو، ځکه وخت په وخت بحث شوي، څو نور ټکي یادوو
1
ولې خلک موبائیل ډیر استعمالوي؟

موږ باید دا هم ومنو چې، د موبائیل استعمال یوه اړتیا ده خو د نننې عصر ځیني ځوانان او ځوانانې پکې له حده زیات وي.

کوژدن شوي، مسافر او د ځینو نیږدې اړیکو له وجې موبائیلي اړیکې ډیر کله دومره زیاتې شي چې، خبره تر اصرافه ورسیږي او طبیعې ده چې اصراف کې حتما تاوان دی.
2
.موبائیلې اړیکې ټولنیزو نزاکتونو ته هم زیان اړوي

مثلاً تاسې کوژدن شوې یاست او په موبائیل له حده زیاتې خبرې کوۍ. ممکن دا درته په اولو څو میاشتو کې، ډیر جالب او خوندور کار وي خو د څه وخت وروسته کیدای شي تاسو ته همدغه اړیکه بدرنګه ښکاره شي او بیا مو زړه خبرو ته نه کیږي، نو دا حالات مو په یو بل شک کولو او نورو ستونزو سره مخ کوي.
علت يې دادی چې ستاسو زړه موړ شوی او دا کار له ډیر افراطه کیږي
په یاد لرئ

که تاسو له اوله په خپلو موبائیلي اړیکو کې حد وټاکۍ وروسته ورسره نه ستړي کیږئ او نه هم خپله حوصله بایلئ.

3
.اقتصاد ته مو هم زیان اړول کیږي

سره له دې چې، موږ یو غریب هیواد کې ژوند کوو خو باور ولرۍ چې، ډیر مصرف رانه د موبائیل په استعمال کې ځي، ځینې داسې اشخاصو په اړه مو هم اوریدلې چې، په اطرافو کې ژوند کوي حتا چرګ – چورګوړي پلوري او کارت نه بلکې بې ځایه کارتونه پرې اخلي.
موږ په لوی لاس خپل اقتصاد ته زیان اړوو.
4
حل لارې

لکه څنګه چې، ستونزې موږ خپله راولاړوو حل کولای يې هم شو.
د موبائیل له ډیر استعمال او خبرو کولو ډډه وکړئ، له ضرورت پرته له چاسره اړیکه مه نیسئ او هغه وخت چې په خبرو کولو کې تیروئ په یو مثبت کار يې تیر کړئ.

یادونه: له ډیر کارولو مو هدف دا دی چې وخت په کې ضایع کیږي، بې له اړتیا خبرې کیږي

Sunday, May 19, 2019

د ننګرهار د خرما بڼ د حاصلاتو کچه

د ننګرهار وادی کرنیز شرکت خرما بڼ به سږ کال اعظمي حاصل ورکړي

د خرما بڼ د هډې فارم اړوند په دوهم بلاک کې د عربي اماراتو په همکارۍ په ۱۳۸۹ ه ش کال کې په ۴۰ جریبه ځمکه کې احداث شوی چې موخه یې د خرما د حاصل ورکونې د کچې معلومول وو  چې د ننګرهار اقلیم د خرما د بڼوالۍ لپاره څومره مساعده ده  او د خرما کوم ورایټي په ننګرهار کې ښه وده کولای شي تر څو همغه ډول یې تکثیر شي،چې په همدې موخه ۲۷۰۰ د خرما شپږ نوعې وکرل شوې چې پس له څو کلونو یې ښه حاصل ورکړ

د ننګرهار وادی کرنیز شرکت ریس پرویز علي وایی دا چې خرما په ننګرهار کې ښه نتیجه ورکړی او د کانال ډیرې ځمکې بڼوالۍ ته مساعده ده نو په راتلونکي کلونو کې مو په پلان کې ده چې د خرما ورته نور باغونه هم احداث کړو ترڅو په یاده برخه کې د وارداتو کچه ټیټه شي او وکولای شو د هیواد د خرما ضرورت پخپله پوره کړو، د خرما بڼ د اړوندو مسؤلینو په وینا د شرکت د رهبرۍ د ښه پاملرنې په اساس دا چې سږ کال نرمکاري، کودپاشي او ګردې ورکولو پروسه ښه ترسره شوی او په سلګونو د خرما بوټو ګلان نیولي نو تمه ده چې سږ کال  د تیر کال په نسبت پنځه چنده حاصل زیات وي

دا چې د خرما ونو د کرلو لپاره د ننګرهار اب او هوا ډیره مناسبه ده که په دې برخه کې کار وشي او یادو باغونو ته پراختیا ورکړل شي نو افغانستان به د خرماوو د بهرنیو وارداتو څخه خلاص شي او په دې برخه کې به په ځان بسیا شي

ماخذ
د ننګرهار وادی کرنیز شرکت د مطبوعاتو دفتر

د لیمو ځیني ګتی په ورځنی ژوند کې .

په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي
1
لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي
2
د وریښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د وریښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدد چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړه سي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي.
که د لیمو پوستکي جوش کړه سي او بیا د لمبېدو او وریښتانو د پریوللو وروسته په هغو اوبو غوړیږي، نو دا به وریښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او وریښتان به د ریچو او شپږو څخه وساتي
3
 د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای سي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي
4
 د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول سي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي
5
 د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم کار آمد ثابتیږی، چي د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ سي

"راټولونه او وډنه: عبدالمعروف "روفی  

(ماخذ:  ( له مختلفو ویب پاڼو څخه



Saturday, May 18, 2019

له خوبه ناوخته پاڅیدلو زیانونه


د شپې لخوا د ناوخته بيده کېدو ډېر لاملونه کیدی شي، خو اکثر خلک د ورځیني کارونو پوره کولو لپاره د شپې ناوخته ویخ پاتې شي، خو باید خبر اوسئ چې د شپې لخوا ناوخته بیده کېدل او د ورځې ناوخته پاڅېدل به مو ژوند له خطر سره مخ کړي.

د بیولوژي علماو د انګلستان په سوری Surrey پوهنتون کې د یوې څيړنې له مخې ویلي، هر هغه څوک چې د شپې لخوا تر ناوخته ویخ پاتې کیږي، پر سګریټو څکولو روږدي وي، ډېره ډوډۍ خوري، خپه وي او یا هم د مخدره موادو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د ډوډۍ په استعمال کې ناسم خواړه خوري.

په نړیوال ژورنال Chronobiology International کې د یوې خپرې شوې مطالعې په ترڅ کې ویل شوي چې هغه کسان کوم چې ناوخته راپاڅیږي نسبت نورمال کسانو ته ۳۰ سلنه د شکر ناروغۍ، ۲۲ سلنه د تنفس ستونزې او ۹۴ سلنه رواني ناروغي ورته پیدا کیږي.

په دغه مطالعه کې ویل شوي چې څیړونکو د ژوند ژغورلو په اړه بحث کولو کې وموندله چې له وخت وړاندې مړینې بنیادي لامل د شپې لخوا د خوب څخه محرومیت دی.

د عربي ۲۱ ورځپاڼې راپور وایي چې په ۲۰۱۲م کال کې د امریکې په یوه پوهنتون کې هغه وخت یوه څیړنه ترسره شوې وه کله چې دغه هېواد یو ساعت وخت وړاندې کړی و، دغه مهال هغه ناروغان چې د زړه حملې پرې راغلې وې د خپلو وختونو د ګډوډیدو له امله ۱۰ سلنه زیات شوي وو.

خو، د ښه ژوند تېرولو لپاره په کار دي چې مونږ پخپل ورځیني کارونو کې ژور بدلون راولو، قرباني ورکړو او اضافي کوښښ وکړو، که چیرې د شپې لخوا ناوخته بیده کیږو او د ورځې ناوخته راپاڅیږو لومړی باید دغه ناوړه عادت ورک کړو، ځکه چې دغه عادت مو عمر لنډوي او هیڅوک نه غواړي عمر یې لنډ شي

Friday, May 17, 2019

د ذهني پیاوړتیا لپاره مهم عناصر

د ذهني پیاوړتیا لپاره درې مهم عناصر

د ذهني پیاوړتیا لپاره (۳) درې عناصر مهم دي: احساس، باور او چلند. دا درې واړه ستاسو په خوشالۍ او نیکمرغۍ کې مهم رول لري.
احساس
د ذهن له پلوه پیاوړي اوسیدل له تاسې څخه دا غواړي، چې باید له خپلو احساساتو څخه په پوره توګه باخبر واوسئ. کله چې تاسې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ، نو له هغو احساساتو هم ځان خبرولای شئ چې ستاسو پر پریکړو او تصامیمو اغیز کوي.
که چیرې په لویې معاملې بحث کوئ او یاهم که کومې غونډې ته پریزنټیشن وړاندې کوئ، ذهني پیاوړتیا له تاسې سره دا مرسته کوي، چې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ. یوځل چې په دې پوه شئ، چې کوم احساسات حاضر دي، نو تاسې په ډیرې اسانۍ سره کولای شئ چې ځان د ذهن په سم چوکاټ کې ځای پر ځای کړئ.
د بیلګې په توګه: غوره لوبغاړي په دې پوهیږي چې کوم احساساتي حالات له دوی سره دا مرسته کولای شي چې دوی ښه لوبه وکړي. ښايي چې یو لوبغاړی مخکې له یوې مهمې لوبې څخه راک موزیک ته غوږ ونیسي د دې له پاره چې خپل ځان آرام کړي او بل لوبغاړی ښایي چې د لسو دقیقو له پاره ژوره ساه واخلي د دې له پاره چې خپل تر فشار لاندې انرژي او ځواک ارامه کړي.
ستاسې احساسات په اوچته کچه کولای شي چې ستاسې پر شخصي او مسلکي پریکړو اغیزه وکړي. کله چې تاسې د یوه نوي فرصت په اړه هیجاني اوسئ، نو ښايي چې تاسې د هماغه فرصت سره مل خطر په نظر کې ونه نیسئ. کله چې تاسې د خپګان احساس کوئ، نو ښايي چې له اړتیا زیات ځان په کې ښکیل کړئ. قهر او غوسه تاسو دې ته مجبورلای شي، چې هغه څه وکړئ او یاهم ووایئ چې تاسې یې په نورمال حالت کې کول او یاهم ویل نه غواړئ.
د خپل احساساتو پیژندل (درک کول) له تاسې سره دا مرسته کوي، چې خپل احساسات په سمه توګه کنټرول کړئ او خپل ځان ته غوره انتخابونه وټاکئ. موخه دا ده، چې خپل احساسات په خپل کنټرول کې لرل دې ته لار هواروي چې احساسات نه شي کولای تاسې کنټرول کړي.
۲. باور او اعتماد
څیړونکو دا اټکل کړی چې هره ورځ تاسو له پنځوس زرو تر اویا زرو پورې افکار په ذهن کې لرئ. دا په دې مانا ده، چې تاسې هره ورځ ۷۰۰۰۰ د دې چانسونه لرئ چې ایا خپل ځان د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسوئ او یاهم په کوم ځای چې ولاړ یئ همالته پاتې کیږئ.
دا چې تاسې هر حالت (کار،شي) ته څه ډول فکر کوئ، ستاسې فکر دا څرګندوي چې تاسې یې څنګه هماغه څه ترسره کوئ. د ذهني پیاوړتیا جوړونه له تاسې سره به دا مرسته وکړي چې له ځان سره به په لوړه کچه مرکې ولرئ د دې له پاره چې کارونه مو په ښه توګه ترسره کړئ.
د ذهني پیاوړتیا جوړونه ذهن د فکر کولو له پاره په مختلفو لارو روږدی کوي. د دې پرځای چې له ناکامۍ څخه مخنیوی وکړئ، په بریا تمرکز وکړئ. په خپل ځان د ناباورۍ پرځای، د یو کار په ښه توګه ترسره کولو تمرکز وکړئ. د وخت په تیریدو سره به ستاسې ذهن په غیر ارادي ډول د هر حالت په مثبتو اړخونو غور وکړي او تاسې به په ډیرې آسانۍ سره دا ومومي، چې څنګه خپل کار په ښه توګه ترسره کړئ.
۳. چلند
د حالاتو په نظر کې نه نیولو سره، د ګټور اوسیدلو انتخاب د ذهني پیاوړتیا یوه برخه ده. دا هغه غوښتنه ده، چې آیا وروسته له ستړي کیدو خپل تګ ته دوام ورکوئ او یاهم که له ناکامیدو وروسته څټ ته ګرځئ. د ذهني پیاوړتیا د چلند فکتور تاسې ته دا وایي، چې خپل مخ پر وړاندې تګ ته دوام ورکړئ.
خو دا په دې مانا نه ده، چې په هر قیمت باید مخ پر وړاندې لاړشئ. ذهني پیاوړی کس په دې پوهیږي، چې په کوم وخت او حالت کې باید مخ پر وړاندې لاړشي. ځینې وخت کله چې دروازې بندې شي او خنډونه راولاړ شي، نو ښه دا ده چې مخ پر وړاندې تګ نه لاس پر سر شئ. کله چې په ناسم مسیر روان یاست او یاهم د مسیر پای مالوم نه وي، نو مخ پر وړاندې تګ ته دوام مه ورکوئ.
د بیلګې په ډولئ: یو لوبغاړی په دې پوهیږي، چې کله یې عضلې په ګرمیدو راشي، نو دا د ده د پیاوړي کیدو نښه ده؛ خو هغه په دې هم پوهیږي چې هغه نه باید د ناروغۍ په حالت کې لوبه وکړي. کله چې تاسې د ذهن له پلوه پیاوړي اوسئ، نو هیڅ غرور به ستاسې تر مخ تاب رانوړي. تاسې د خلکو په وړاندې د خپل ځان اثبات ته اړتیا ونه لرئ
ماخذ د مختلفو ویب پاڼو څخه
 

ځینی روزمره عادتونه کیدای شی چی د مخ د دانو سبب وګرځی

ځيني روزمره عادتونه کېداى شي د مخ دانو سبب وگرځي 

اکثره کسان د مخ د دانو په عادي سببونو باندي پوه وي، لکه غذايي رژيم، جينونه، هارمونونه، باکترياوي، په زياته اندازه غوړين افرازات او داسي نور. په داسي حال کي چي ذکر سوي سببونه حقيقت لري، خو په روزمره ژوند کي داسي عادتونه وي چي هغه پر مخ باندي د دانو د راختلو سبب کېږي، ځيني د هغو څخه يې په لاندي ډول په ګوته سوي دي:

په وار وار د يو ټوکر استعمال، د خپل ټليفون پاک نه ساتل. ډېره قهوه څښل، د عطرو او کلونيا استعمالول.زيات مخ پرېولل، د مخ فېشن کول، په مکمل ډول مخ وچول. د ځينو دواوو استعمال، په زياته اندازه ويټامينونه اخيستل او د وېښتانو ځيني توکی. 

ماخذ
(له انټرنیټی ویب پاڼو څخه راتول شوی)


Thursday, May 16, 2019

د روژی مبارکی میاشتی دوهمه عشره

د روژې دوهمه عشره
جبیر افغان
د روژې لومړۍ لس شپې د سترګو په رپ کې تیري شوې، ډېر خلګ به له ځانونو څخه دا پوښتنه کوي چې آیا لومړۍ لس شپې مو غنیمت وګرځولې او عبادت مو وکړ؟!
که یې ځواب په «نه» سره وي نو د دوهمي عشرې فرصت هم زمونږ پر وړاندې دی او دا عشره د مغفرت په عشرې سره مشهوره ده او آخري عشره یې له اور څخه د خلاصون ده خو دا مو هم باید په پام کې وي چې په آخري عشره کې الله تعالی یوه شپه ایښې ده چې د قدر شپه ورته وایي.
روژه نیونکي باید په دوهمه عشره کې د ځان سره محاسبه وکړي تر څو په دوهمه عشره کې د هغه څه جبران وکړي کوم چې یې باید په اوله عشره کې کړي وای خو اوس یې له لاسه ورکړي دي ځکه چې د روژې مبارکه میاشت د منکراتو د پرېښودلو او له حرامو شیانو څخه د ځان لري ساتلو یو خورا طلایي چانس دی لکه څنګه چې همدغه میاشت د هغو ناوړو اعمالو د اصلاح او پرېښودلو میاشت ده په کومو کې چې به انسان شپه او ورځ مبتلا ؤ.
همدا میاشت په خیرات او صدقه کولو سره الله تعالی د نژدې کېدلو په نیت د توښې جمع کولو میاشت ده مسلمان باید د دغي مبارکي میاشتي شپه او ورځ غنیمت وګڼي او د الله تعالی د قرب حاصلولو هڅه وکړي او همداراز باید کوشش وکړي چې د خیر په ټولو کارونو کې له نورو خلګو څخه پرمختګ او د هغوی سره مقابله وکړي. الله تعالی فرمایي:
وفي ذالک فلیتنافس المتنافسون
بنده باید د الله تعالی شکر هم اداء کړي چې د دغي مبارکي میاشتي له برکتمنو شپو او ورځو څخه یې دی برخمن کړ ځکه چې ډېر داسي خلګ شته چې د سږ کال له روژې څخه محروم شوي دي بلکي داسي هم شته چې د سږ ځیني روژې یې موندلي او بیا مرګ تروړولي دي خو ته لا هم د ژوند غنیمت په لاس کې لرې. ژوندې کسان هم نه پوهیږي چې آیا د دغي میاشتي مبارکي شپې به پوره کړې او که به د دوی د ژوند لمر هم ډوب شي نو ځکه دا غنمیت باید له لاس ورنکړو او الله تعالی ته توبه وکړو.
د صحیحینو حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«الله تعالی د بنده په توبه کولو داسي خوشاله کیږي لکه څنګه چې له تاسي څخه یو څوک په یو دښت کې د خپل سورلي سره سفر کوي خو هغه سورلۍ ترې ورکه شي او پر هغه د ده ټول خوراک او څيښاک بار وي، دا مسافر مایوس شي او راسي د یوې وني تر سایې لاندې څملي(او د مرګ انتظار کوي) نوموړی پر همدې حال وي چې سترګي خلاصي کړي که ګوري چې سورلۍ یې سرته ولاړه ده ، دی یې مهار ونیسي او له زیاتي خوشالۍ څخه ووایي چې :«ای الله ! زه ستا رب یم او ته زما بنده یې.» له ډيري خوښۍ څخه غلط شي نو الله تعالی به د بنده په توبه څومره خوشاله 
کیږي؟! تاسي یې لږ د ځان سره تصور وکړئ.

Tuesday, May 14, 2019

زما لور حافظه ده ایا نورو ښځو ته تراویح ورکولای شی?

زما لور حافظه ده ایا نورو ښځو ته تراویح ورکولای سي؟
سوال: زما لور د قرآنکریم حافظه ده، اوس غواړي چي د کلي ښځې راټولې سي او دا تراویح په جماعت سره  ورکړي، ددې شرعي حکم څه دئ؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د ښځو داسي جماعت چي ښځه یې امامه وي دا په شریعت کي مکروه دئ، د ښځو اقتداء هم پسې مکروه ده ، لکه په 
فتاوی شامی، فتاوی دارالعلوم دیوبند او نورو معتبرو
فتاواو  کي چي راغلي دي.
په فتاوی هندیه کي راځي:
و تکره امامة المرأة للنساء في الصلوة کلها من الفرائض والنوافل... وصلوتهن فرادي افضل.
ژباړه: د ښځې امامت په فرضي، نفلي لمنځونو کي نه صحيح کيږي د دوی لپاره ښه خبره داده چي يواځي لمنځونه وکړي.
(الفتاوي الهندية: ۱/ ۸۵)
(کتاب الفتاوي، دوهمه برخه پاڼه: ۳۰۶/ ليکوال: مولاناخالدسيف الله رحماني/ خپرونکي: زمزم پبلشرز)
(دارالافتاء دارالعلوم دیوبند هندوستان: Fatwa ID: 940-
972/H=10/1437، جواب #  66691 )